د لاس رسي وړ اتصالات

د اوربند تامین؛ هند او پاکستان د دوشنبې په ورځ جګړه نه ده کړې

د هند او پاکستان بیرغونه
د هند او پاکستان بیرغونه

د هند او پاکستان ترمنځ د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور۲۲) د کومې جګړې خبر نه دی ورکړل شوی او د متحدو ایالتونو په منځګړتوب شوی اوربند تامین ښکاري.

دواړو هېوادونو څو ورځې له یو بل سره جګړه وکړه، د شنبې په ورځ یې اوربند وکړ او د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه اوربند اعلان وکړ.

ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې سوشل ټروټ کې لیکلي چې له دواړو خواو سره کار کوي، «که د کشمیرد مسئلې په اړه کوم حل» پیدا شي.

هند او پاکستان د کشمیر پر سر باندې دوه ځلې جګړه کړې ده.

د دواړ هېوادونو ترمنځ شخړه له هغې وروسته پيل شوه، چې د اپریل په ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې په یو برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل، په وژل شویو کې یې اکثریت هندوان وو.

هند پاکستان تورنوي چې دا برید یې کړی، خو پاکستان په دغه برید کې خپل هر ډول لاس لرل ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG