پداسې حال کې چې د سیمې د دوو اټومي قوتونو، هند او پاکستان، تر منځ اړیکې په هندي کشمیر کې د تیرې میاشتې د هندو سیلانیانو تر وژل کیدو وروسته ترینګلې شوې دي، د پاکستان پوځ پر هند تور لګولی چې د پنجشنبې په ورځ یې په پاکستان کې د بې پیلوته الوتکو نوي بریدونه کړي.
د پاکستان پوځ د بې پیلوټه الوتکو پدې بریدونو کې د څلورو سرتیرو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
د هند د دفاع وزارت د نورو توضیحاتو د ورکولو نه پرته وویل چې دوي په اصل کې په پاکستان کې هوایي دفاعي سیستمونه په نښه کړل. تر دې یوه ورځ مخکې، هند پر پاکستان د توغندیو بریدونه هم وکړل.
د دواړو تر منځ تاوتریخوالي هغه وخت پیل شو چې په اپریل کې یو وسله وال په هندي کشمیر کې شپږ ویشت تنه چې اکثر یی هندو سیلانیان و، د یو برید په ترڅ کې ووژل.
هند د دې برید پړه پر پاکستان اچوي. اسلام اباد په دې کې هر ډول لاس درلودل ردوي.
په واشنګتن کې، ولسمشر دانلد ټرمپ د چهار شنبې په ورځ وویل چې هغه غواړي دواړه خواوې دا لانجه سره حل کړي.
هند او پاکستان د ۱۹۴۷ کال راهیسي چې له برطانیې څخه يې خپله خپلواکي اخېستې، تر اوسه د کشمیر په سر دوه ځلي جګړې کړې دي.
فورم \ دبحث خونه