په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روسیې په یرغل کې هره اونۍ لسګونه زره کسان، چې اکثریت یې سرتېري دي وژل کېږي، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی چې دا جګړه په درېیمې نړیوالې جګړې بدلېدای شي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۱) وویل چې د ایران حکومت له هغه سره د هوکړې لپاره ډېره لېوالتیا لري.
د ترهګرۍ په وړاندې د متحدو ایالتونو د مبارزې د ملي مرکز مشر جو کینټ وايي چې د مخکني ولسمشر جوبایډن په حکومت کې امریکا ته په راغلیو او راوستل شویو کسانو کې یې ۱۸۰۰۰ د پیژندل شويو او مشکوکو ترهګرو په توګه په نښه کړي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۰) وویل چې متحدوایالتونو، وینزویلا ته نږدې اوبو کې یوه "ډیره لویه" تیل وړونکې کښتۍ نیولی ده.
ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر ۱۰مه په واشنګټن کې له خپل اسراییلي سیال سره وګوري، او ښايي د بحث موضوع د غزې لپاره د امریکا د سولې پلان اجنډا وي.
نن د ډسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو نړیواله ورځ نمانځل کېږي. په دې ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینت یو ځل بیا ټېنګار کړی چې په افغانستان کې به د بشري حقونو سرغړونې ثبتوي او نړیوالو ته به د افغانانو غږ رسوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د دوشنبې په ورځ (د دسمبر اتمه) د امریکايي بزګرانو لپاره د ۱۲میلیارده ډالرو مرستې طرحه اعلان کړه، چې د راتلونکي کرنیز فصل په زیاتو لګښتونو کې ورسره مرسته وکړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز، جنرال سید عاصم منیر، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ یو انتخاب کړي.
د امریکا کانګرس د دفاعي لګښتونو نوې طرحه خپره کړې چې د چین او روسیې د اټومي زېرمو او فضايي څارنې د مقابلې لپاره د امریکا د فضايي وړتیاوو پیاوړتیا، د پوځیانو لپاره د معاش څلور فیصده زیاتوالی، د امریکا د بېپیلوټه الوتکو ضد د دفاعي سیستم پراخول، او نوې ټېکنالوژۍ پکې شاملې دي.
ملګري متلونه وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۲ میلیون کسان- ۴۵ فیصده نفوس- بشري مرستو ته اړتیا لري.
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په نړۍ کې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د شخړو په حل کې د منځګړتوب له کبله د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ ته د سولې جایزه ورکړه.،.
د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیره، کریسټي نوم، وایي چې په پام کې ده د هغو هېوادونو شمېر زیات کړي چې په وګړو یې متحدو ایالتونو ته د سفر بندیز لګېدلی دی.
نور پورته کول