د حماس ډلې، چې متحده ایالتونه یې یو ترهګر سازمان پېژني، د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور۲۲) وویل چې یرغمل شوی امریکایي اسرائیلي سرتېری یې خوشې کړ.
دغه سرتېری له څه باندې ۱۹ میاشتو راهېسې له حماس سره یرغمل و.
د ده نوم عدان الکساندر نومېږي او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائیل کې د حماس د ترهګریز برید په مهال ونیول شو.، په دغه برید کې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول.
ولسمشر ټرمپ په دې اړه په خپلې ټولنیزې شبکې سوشل ټروټ کې لیکلي دي چې «دا د متحدو ایالتونو په اړه د ښه نیت یو ګام او د دغې ظالمې جګړې د ختمولو او خپلو عزیزانو ته د ستنولو لپاره د پاتې ژوندیو یرغمل شویو د پرېښودو لپاره د منځګړو- قطر او مصر- هڅې وې. هیله لرم چې دا د دغه ظالم تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د هغو وروستیو ضروري ګامونو لومړی ګام وي. زه د دغې ورځې د نمانځلو مراسمو ته ډېر منتظر یم.!»
ولسمشر ټرمپ به د سه شنبې په ورځ منځني ختیځ ته سفر پیلوي او سعودي عربستان، قطر او متحدو عربي اماراتو ته ځي.
اسرائیل ویلي وو السکاندر ته به خوندي لار برابروي، خو زیاتوي چې په غزې کې به د عملیاتو د سختېدو په مهال به نوی اوربند نه وي.
فورم \ دبحث خونه