د جنوبي افریقا لسګونه سپین پوستي، چې ادعا کوي په خپل هېواد کې له نژادي تبعیض سره مخامخ دي، د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۱ (ثور۲۱) له جوهانسبرګ څخه متحدو ایالتونو ته ولېږدول شول.
دا د جنوبي افریقا د سپین پوستو لومړنۍ ډله ده، چې د «افریکنز» په نوم د جنوبي افریقا د سپین پوستو په اړه د ولسمشر ټرمپ له اعلان شوې طرحې څخه وروسته امریکا ته انتقال کېږي.
د ۴۹ کسانو دغې ډلې ادعا کړې ده، چې د خپل نژاد له کبله ورته په جنوبي افریقا کې دندې نه ورکول کېدې او له توپیري چلند سره هم مخامخ وو.
ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ په میاشت کې له تبعیضي چلند سره د مخامخو افریقایانو په اړه یو فرمان صادر کړ.
د ټرمپ حکومت د جنوبي افریقا حکومت تورنوي، چې د سپین پوستو ځمکې غصبوي او تاوان هم ورته نه ورکوي. د جنوبي افریقا حکومت دا ادعا ردوي او وايي چې امریکا ته د دغو سپین پوستو انتقال «سیاسي انګیزه» لري.
جنوبي افریقا ۶۲ میلیون نفوس لري او جمعیت پېژندونکي اټکل کوي چې په دې کې شاوخوا ۲.۷ میلیون «افریکنز» دي. د جنوبي افریقا حکومت وايي، چې دا ډله د فرانسې اوهالنډ استعمارګر کډوال او د دغه هېواد شتمن خلک دي او ډېرې زراعتي ځمکې لري.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په میاشت کې وویل چې د جنوبي افریقا شاوخوا ۸۰۰۰ سپین پوستو په متحدو ایالتونو کې د اوسېدو لپاره غوښتنې سپارلې دي.
فورم \ دبحث خونه