د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: داعش به پر امریکایي ځواکونو د برید له امله 'لوی زیانونه' وګالي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې په سوریه کې پر امریکایي ځواکونو برید به د اسلامي دولت ډلې داعش ته ډېر زیان ورسوي.

د سوریې په پالمیرا ښار کې د شنبې په ورځ په یوه برید کې دوه امریکایي سرتیري او د هغوی ملکي ژباړن ووژل شول او درې نور امریکایي سرتیري ټپیان شول.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د کرسمس په مراسمو کې وویل: "زموږ درې ستر وطنپال د سوریې حکومت لخوا نه بلکې د بدو خلکو لخوا ووژل شول. داعش دا کار وکړ، د سوریې حکومت زموږ تر څنګ وجنګید، د [سوریې] نوي ولسمشر زموږ تر څنګ وجنګید."

ټرمپ وویل چې بریدګر په ډزو وژل شوی او ژمنه یې وکړه چې هغه ترهګرې ډلې ته به "لوی زیان" ورسوي چې د برید مسؤله ده.

د امریکا د جنګ وزارت ویلي چې دا برید د داعش د یو وسله وال د کمین په پایله کې شوی دی.
د امریکا مرکزي قوماندې، یا سینټکام، د شنبې په ورځ په یو خپور شوي بیان کې وویل چې وسله وال کس وژل شوی دی.

ولسمشر ټرمپ وویل: "زه د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا خپل ژور درناوی او خواخوږي څرګندوم."

د ملي ګارد د ادارې مشر، جنرال سټیون نوردهاس، د دواړو وژل شویو سرتېرو هویت په ډاګه کړی. د جنرال نوردهاس په وینا، یو یې، ۲۵کلن، ایګر براین تورېس، او بل یې، ۲۹کلن، ویلیم نتنیال هووارډ، نومېدو چې دواړه د ایووا ایالت د ملي ګارد غړي وو.

ډونالډ ټرمپ وویل چې دوه ټپي سرتیري اوس له روغتون څخه رخصت شوي او تمه کیږي چې دریم به یې هم روغ شي.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره په سوریه کې د امریکایي پرسونل پر ضد د ترهګریز برید په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټامي پیګوټ وویل، الشیباني د سوریې د حکومت ژمنه تکرار کړه چې د داعش ګډ ګواښ به کمزوری او له منځه یوسي.

پیګوټ په یوه بیان کې وویل: "متحده ایالتونه به له ټولو هغو کسانو سره حساب کتاب وکړي چې امریکایانو ته زیان رسوي او ګواښي."

امریکایي سرتیري له ۲۰۱۴ کال راهیسې په سوریې کې د داعش وسله والو په وړاندې د مبارزې لپاره دیره دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG