د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر امیر د تعلیم د برخې افغان فعال مطیع الله ویسا ته د 'خلاقیت او مشارکت' جایزه ورکړه


مطیع الله ویسا د قطر له امیر ال ثاني څخه خپله جایزه ترلاسه کوي
مطیع الله ویسا د قطر له امیر ال ثاني څخه خپله جایزه ترلاسه کوي

د قطر امیر شیخ تمیم حمد بن ال ثاني د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ د افغانستان د تعلیم د برخې فعال مطیع الله ویسا ته د «ځوانانو د خلاقیت او مشارکت جایزه» ورکړه.

د جایزې د ورکولو مراسم د قطر په مرکز دوحه کې وو.

د قطر د امیر د دفتر څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د ځوانانو د خلاقیت او مشارکت دا جایزه مطیع الله ویسا، اوبیاگلی ازکوسیلي او مار نیانګ ته ورکړل شوې ده.

دا جایزه د قطر حکومت له لوري د «فساد په ضد د عالي نړیوالې مبارزې» د جایزې ورکولو په کلنۍ او نهمې غونډې کې ورکړل شوه چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو استازو په کې ګډ‌ون کړی و.

په اعلامیې کې د ال ثاني له قوله ویل شوي دي: «د فساد په ضد مبارزه یو نړیوال مسئولیت دی او د نړیوالو سازمانونو او مبتکرو افرادو هڅو ته اړتیا لري.»

د ښاغلي ویسا تر څنګ په نورو برخو کې هم نورو فعالانو ته د هغوی د فعالیت له کبله جایزې ورکړل شوې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې مطیع الله ویسا د قطر له امیر ال ثاني څخه خپله جایزه ترلاسه کوي.

مطیع الله ویسا په افغانستان کې د تعلیم او په خاص ډول د نجونو د تعلیم د ودې لپاره مبارزه او فعالیت کاوه. د طالبانو حکومت هغه ونیوه او شاوخوا اوه میاشتې د هغوی په زندان کې بندي و. طالبانو هغه تورن کړی و چې «په خپل سر» کارونه کوي او بهرني روابط لري او «له بهر څخه دستور» ترلاسه کوي.

طالبانو په افغانستان په ښځو او نجونو د نورو بندیزیزونو ترڅنګ، له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په تعلیم هم بندیز لګولی دی.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان او په ډنمارک کې مېشت «دانش افغان بنسټ» هم د مطیع الله ویسا د «غوره فعالیتونو له کبله» هغه ته جایزه او ستاینلیک ورکړی و.

مطیع الله ویسا په ۲۰۰۹ کال کې «قلم لار» په نوم یوه ټولنه جوړه کړه او د تعلیم د ودې لپاره یې فعالیت کاوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG