د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۱) وویل چې د ایران حکومت له هغه سره د هوکړې لپاره ډېره لېوالتیا لري.
د ترهګرۍ په وړاندې د متحدو ایالتونو د مبارزې د ملي مرکز مشر جو کینټ وايي چې د مخکني ولسمشر جوبایډن په حکومت کې امریکا ته په راغلیو او راوستل شویو کسانو کې یې ۱۸۰۰۰ د پیژندل شويو او مشکوکو ترهګرو په توګه په نښه کړي دي.
د امریکا د استازو جرګې د ۲۰۲۶ کال د پوځي بودیجې لپاره د ۹۰۱ میلیارد ډالرو لایحه چې تر دې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی، تصویب کړه، چې پکې په پوځي معاشونو کې نږدې ۴سلنه زیاتوالی، د نویو ټیکنالوژیو پراختیا ته وده ورکول، او د جنګ وزارت د وسلو پیرودلو پروسې ساده کول شامل دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د "ټرمپ طلایي کارت" پروګرام پیل شوی او ویب پاڼه یې فعاله شوې ده، او له دې ترلاسه شوی ټول عاید به د متحدو ایالتونو حکومت ته ځي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۰) وویل چې متحدوایالتونو، وینزویلا ته نږدې اوبو کې یوه "ډیره لویه" تیل وړونکې کښتۍ نیولی ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو، اسټرالیا او د بریتانیا لوړپوړو دفاعي چارواکو د دې درې اړخیزه پوځي ائتلاف، چې د آکس په نوم یادیږي، د همکارۍ د راتلونکې مرحلې په پرمخ بېولو ټینګار کړی، چې د اټومي اوبتلونو په پراختیا تمرکز کوي.
ولسمشرډونالډ ټرمپ وايي چې هغه د امریکا د ټیکنالوژۍ ستر شرکت (این ویدیا) ته اجازه ورکوي چې د (اچ ۲۰۰) په نوم خپل پرمختللی کمپیوټري چپ هغو چینایي پېرودونکو ته وپلوري چې د امریکا له خوا منظور شوي وي، او د دې پلور په بدل کې به د امریکا حکومت ۲۵ سلنه فیس ترلاسه کوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د دوشنبې په ورځ (د دسمبر اتمه) د امریکايي بزګرانو لپاره د ۱۲میلیارده ډالرو مرستې طرحه اعلان کړه، چې د راتلونکي کرنیز فصل په زیاتو لګښتونو کې ورسره مرسته وکړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو او آسټرالیا جکپوړي چارواکي وايي چې دوی په آسټرالیا کې د امریکا د پوځ په حضور پانګونې د زیاتیدو او په ګډه کار کولو سره د کینبرا د اټومي ځواک لرونکو اوبتلونو سمبالولو لپاره د هند-پسیفک اتحاد پیاوړی کوي.
د امریکا کانګرس د دفاعي لګښتونو نوې طرحه خپره کړې چې د چین او روسیې د اټومي زېرمو او فضايي څارنې د مقابلې لپاره د امریکا د فضايي وړتیاوو پیاوړتیا، د پوځیانو لپاره د معاش څلور فیصده زیاتوالی، د امریکا د بېپیلوټه الوتکو ضد د دفاعي سیستم پراخول، او نوې ټېکنالوژۍ پکې شاملې دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ایران لخوا د بالستیک او کروز توغندیو د ازموینې په غبرګون کې ویلي دي چې تهران باید د دې ازموینو پر ځای د "ایران د خلکو هوساینې" ته پام وکړي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په نړۍ کې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د شخړو په حل کې د منځګړتوب له کبله د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ ته د سولې جایزه ورکړه.،.
نور پورته کول