د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او روسیې ولسمشرانو د بري د ورځې مراسمو کې ګډون وکړ


مسکو د نازي جرمني په وړاندې د بري اتیایمه کلیزه ونمانځله
مسکو د نازي جرمني په وړاندې د بري اتیایمه کلیزه ونمانځله

د روسیې او چین ولسمشرانو ولادیمير پوتین او شي جینپینګ په مسکو کې د نازي جرمني په وړاندې د بري نمانځلو د اتیایمې کلیزې نمانځلو په پوځي رسم ګذشت کې برخه واخیسته.

په دغو مراسمو کې زرګونو سرتېرو او د نورو هېوادونو ملي مشرانو برخه اخیستې وه، په داسې حال کې چې اروپايي ټولنې د نورو هېوادونو مشرانو ته خبرداری ورکړی و، چې په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله په دغو مراسمو کې برخه وانخلي.

پوتین په دغو مراسمو کې د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړې او ادعا یې وکړه چې د روسیې خلک لا هم د اوکراین د جګړې ملاتړي دي او تر پخوا یې اوس ډېر ملاتړي دي.

په ویدیوکانو کې ښودل کېږي، چې پوتین د شمالي کوریا هغه افسران په غېږ کې نیسي، چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و. د شمالي کوریا زرګونو سرتېرو د اوکراین په مقابل کې د روسیې په ننګ وجنګېدل.

روسیې د بري ورځ د مراسمو د نمانځلو لپاره له اوکراین سره درې ورځې اوربند اعلان کړ، خو کیف وايي چې مسکو دا اوربند له پامه غورځولی او سلګونه بریدونه یې پرې کړي دي. روسیه وايي اوربند ته درناوی کوي او اوکراین د اوربند په ماتولو تورنوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG