د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۱) وویل چې د ایران حکومت له هغه سره د هوکړې لپاره ډېره لېوالتیا لري.
ټرمپ وویل: "زه ویلای شم چې دوی ډېر لېوال دي له ما سره توافق وکړي. ډېر لېوال دي چې له ما سره توافق وکړي. او که داسې وشي، زه هم لېوال یم چې له هغوی سره توافق وکړم."
ولسمشر ټرمپ وویل ایران کولی شوای چې ډېر ژر اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، خو د هغه په وینا متحدو ایالتونو د تهران اټومي وړتیا له منځه وړې ده.
ټرمپ وویل: "د اټومي انرژۍ ادارې وویل چې ویجاړ شوی دی. هغو کسانو چې دا ځای لیدلی، ویلي چې ویجاړ شوی دی. او رښتیا ووایم، ایران په خپله وویل چې ویجاړ شوی دی. د دې لپاره چې وښیم برید څومره دقیق و —او زه تل د هغو پیلوټانو پلوي یم، ځکه چې دوی له ډېر خطر سره مخ شول او عملیات یې وکړل—باید ووایم چې دوی هر هدف په بمونو په نښه کړل او ډېر زیان یې واړولو."
د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړه: "زموږ ځواکونه ورننوتل او کار یې ترسره کړ، او همدا لامل شو چې د سولې لپاره زمینه برابره شي، ځکه هرڅوک له ایران څخه وېرېدل او اوس نور له ایران څخه نه وېرېږي. ایران هم غواړي چې له موږ سره هوکړه وکړي."
ټرمپ وویل چې ایران نور "هېڅکله" نه شي کولی هغو سایټونو ته بېرته ورستانه شي او فعالیت وکړي چې د متحدو ایالتونو د هوایي برید هدف ګرځېدلي. هغه وویل که تهران وغواړي اټومي فعالیتونه بیا پیل کړي، باید "نوي سایټونه" وټاکي.
ولسمشر ټرمپ د ایران د میزایلونو پروګرام د چټکې بیارغونې د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "دوی هڅه کولی شي، خو ډېر وخت به ونیسي چې بېرته [پخوانۍ کچې ته] راوګرځي. او که غواړي پرته له موافقې یې بیا فعال کړي، هغه به هم له منځه یوسو. موږ کولی شو د هغوی میزایلونه ډېر ژر له کاره وغورځوو. موږ لوی ځواک یو."
د متحدو ایالتونو ولسمشر له ایران سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې څخه مخکې د اټومي خبرو اترو په اړه وویل: "موږ [تړون ته] ډېر نږدې نه وو، خو ډېر لرې هم نه وو. د بمبارۍ عملیاتو څخه مخکې، ایران [حکومت] سره د منلو وړ یو توافق ته په کافي اندازه نږدې شوي وو. او که دوی موافقه کړې وای، نو دا به د دوی لپاره ډېر غوره وای. دوی کولی شول چې موافقه وکړي - یوه داسې موافقه چې د دوی لپاره به ډېره غوره پایله لرله."
ټرمپ له جګړې مخکې د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی و او یو مهالویش یې هم ټاکلی و.
ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته وویل: "وګورئ چې څه پېښ شوي دي. د دوی تاسیسات ویجاړ شوي، اټومي برخه یې په بشپړه توګه له منځه تللې، خو دوی نور زیانونه او تلفات هم لیدلي دي. که هوکړه یې کړې وای، نه چا ته زیان رسېدو، نه کومه ودانۍ نړېده، او نه بل څه. موږ به اټومي تاسیسات ویشتلي وای او بس. دوی کولای شول چې یو غوره تړون ولري، خو دا فرصت یې له لاسه ورکړ. خو اوس غواړي هوکړه وکړي. ایران غواړي له ما سره هوکړه وکړي."
فورم \ دبحث خونه