د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لاټرۍ د مهاجرت پروګرام وځنډوه.
د امریکایي چارواکو په وینا د روډ ایلند د براون په پوهنتون کې د وروستۍ وسلوال برید مشکوک بریدګر د همدې پرګرام له لارې امریکا ته راغلی و او دلته یې د دایمي اوسېدو اسناد ترلاسه کړي وو.
د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم، د خپل اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې مشکوک کس د پرتګال و او نوم یې کلادیو مانیول نیویس والنته دی.
نوم زیاته لیکلي چې نیویس والنته "په ۲۰۱۷ کال کې د مهاجرت ویزې د لاټرۍ پروګرام (DV1) له لارې متحدو ایالتونو ته داخل شوی و او ګرین کارت ورکړل شوی و. دې بدمرغه سړي ته باید هیڅکله اجازه نه وای ورکړل شوې چې زموږ هیواد ته داخل شي".
کریستي نوم اشاره کړې چې ټرمپ له ۲۰۱۷ کال څخه، یعنې وروسته له هغې چې د داعش ډلې یوه ترهګر چې د همدې پروګرام له لارې دې هېواد ته راغلی و او په نیویارک کې یې اته کسان په موټر ووهل او ووژل، هڅه کوله چې د ګرین کارت د لاترۍ پروګرام بند کړي.
نوم لیکلي دي: "د ولسمشر ټرمپ په لارښوونې زه سمدستي د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ ادارې ته لارښوونه کوم چې د لاټرۍ د مهاجرت پروګرام ودروي چې مطمین شو نور امریکایان د دې ویجاړوونکي پروګرام څخه زیانمن نه شي."
نیویس والنته په براون پوهنتون کې د تېرې شنبې د ورځې دپېښې مشکوک بریدګر دی، چې دوه زده کوونکي په کې ووژل شول او نهه نور ژوبل شوي وو. ده تر دې برید څو ورځې وروسته د ماساچوسیتس پوهنتون د تکنالوژۍ د انستیتیوت یو پروفیسور هم وژلی و.
چارواکي وايي چې دغه ۴۸کلن سړي په خپل ټوپک ځان وېشتلی او د پنجشنبې په ورځ یې مړی په نیوهمشایر ایالت وموندل شو.
د پولیس د اسناد په اساس، نیویس والنته یوه لسیزه مخکې له دې چې د مهاجرت د لاترۍ ویزه ترلاسه کړي، په ۲۰۰۰کال ک د براون په پوهنتون کې محصل و. خو، د معلوماتو په اساس، هغه په ۲۰۰۱ رخصت واخیست او دوه کاله وروسته له پوهنتون څخه ووت.
د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د ادارې په وینا د کډوالۍ ویزې د لاترۍ پروګرام له لارې هر کال د مهاجرت ۵۰زره ویزې برابرېدې او ورکول کېدې. په دې پروګرام کې د هغو هېوادونو وګړي انتخابېدل چې په امریکا کې یې د مهاجرت کچه ټيټه ده.
د متحدو ایالتونو کانګرس په ۱۹۹۰ کې دا پروګرام په پیل کړ او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري اداره کیږي.
فورم \ دبحث خونه