په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بینټ، وایي چې د افغانو ښځو د ځورونې په وړاندې د ولسي محکمې پرېکړې، د هغو قربانیانو وضعیت په "قوي توګه تصدیقوي" چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیالې، جورجیت ګانیون، او د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو هماهنګ کوونکی، ټام فلېچر، په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
د بې پولې خبریالانو سازمان پخپل یوه تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې طالبانو تر واکمنۍ لاندې، رسنۍ او د رسنیو کارکوونکي تر سخت فشار لاندی دی.
ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه، ډسمبر لسمه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي چې په کې به د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د استرالیا حکومت د طالبانو په څلورو لوړپوړو غړو بندیزونه لګولي دي. د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د دې بندیزونو دلیل، په افغانستان کې د "ښځو ، نجونو، لږکیو او د خلکو په وړاندې ظلم" او په افغانستان کې د "ښه حکومتولۍ یا د قانون د حاکمیت کمزوري کول" ښودلی دی.
ملګري متلونه وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۲ میلیون کسان- ۴۵ فیصده نفوس- بشري مرستو ته اړتیا لري.
د بې پولې خبریالانو سازمان نن جمعه ډسمبر پنځمه په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پاکستان په روان ۲۰۲۵ کال کې ۲۰ هغه افغان خبریالان بېرته افغانستان ته شړلي، چې د طالبانو له ویرې پاکستان ته تښتېدلي وو.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو او ماینونو له امله د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، مرګ ژوبله د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او د بودجې د کمښت له امله د ماین پاکۍ د حیاتي پروګرامونو د بندېدو خطر شته.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم اداره (اوچا) وايي چې د افغانستان د سمنګان په ولایت کې زلزله ځپلې سرپناه او کورونه نه لري او نړیوال بسپنه ورکوونکي باید مرسته وکړي.
د متحدو ایالتونو د جنګ وزارت (پنټاګون) اعلان وکړ چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وحشتناکه او بې نظمه وتلو په اړه روان تحقیقات به د ۲۰۲۶ کال په اوړي کې بشپړ شي.
هغه افغان تبعه چې په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارد په دوو سرتېرو باندې د برید او وژنې له تورونو سره مخ دی، په محکمې کې د خپلې بېګناهۍ ادعا کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چهارشنبې په ورځ وویل چې نږدې ۱.۵ میلیونه افغانان د پام وړ معلولیت سره ژوند کوي، چې اکثره یې په هیواد کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو او شخړو له امله رامینځته شوي دي.
نور پورته کول