امریکا او چین د تعرفو د کمولو په اړه موافقه وکړه

دا اعلان نن دوشنبه مۍ ۱۲ (ثور۲۲) له هغه وروسته وشو چې دواړو خواو په ژنیو کې خبرې وکړې

د متحدو ایالتونو او چین مقامات وايي چې د ۹۰ ورځو لپاره یې د موجوده تعرفو د کمولو په اړه موافقه کړې او ژمنه یې کړې چې د سوداګرۍ د اختلافاتو د حل لپاره به نورې خبرې هم کوي.

دا اعلان نن دوشنبه مۍ ۱۲ (ثور۲۲) له هغه وروسته وشو چې دواړو خواو په ژنیو کې خبرې وکړې.

د موافقې په اساس، امریکا به د چین په مالونو باندې لګول شوې تعرفې له ۱۴۵سلنې څخه ۳۰ سلنې ته ښکته کوي او چین به هم په امریکايي توکو باندې لګول شوې ۱۲۵ سلنه تعرفې ۱۰ سلنې ته راکموي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینټ په ژنیو کې له ملاقات وروسته وویل: «دواړو هېوادونو د خپلو ملي ګټو ښه استازیتوب وکړ. په متوازن تجارت کې زموږ د دواړو ګټه ده او متحده ایالتونه به په همدې لوري وړاندې ځي.»

بسینټ او د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي جیمیسن ګریر په دغو خبرو کې برخه اخیستې وه.

د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې د دواړو خواو ترمنځ دا موافقه د تفاوتونو د ختمولو لپاره یو مهم ګام و.

ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته، په ځینو هېوادونو باندې، په امریکايي توکو باندې د هغوی له لوري لګول شویو تعرفو ته په کتو، تعرفي لګولي دی، په دوی کې د متحدو ایالتونو ځیني لوی تجارتي شریکان هم شامل دي، د ولسمشر ټرمپ اصلي موخه کورني صنعت ته وده ورکول دي.