منتخب ولسمشر ډونالد ترمپ له ډیر انتظار او اوږدو مرکو او لیدو کاتو وروسته ریکس ټیلرسن د امریکا د بهرنیو چارو د راتلونکي وزیر په توگه انتخاب کړ.
ټیلرسن په خپل کاري چوکاټ کې د روسیې له جمهور رئیس، ویلادمیر پوتین سره توده راشه درشه، او تجراتي اړیکې درلودلې دي.
د ټرمپ د انتقال ډلې نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ ته د ریکس ټیلرسن نوماندي تائید کړه
په اعلامیه کې راغلي "کلک دریځ، پراخه تجربه او جیوپولیتکه پوهه یې ددې لامل شوې چې هغه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یو ښه انتخاب وي. هغه به سیمه ایز ثبات ته وده ورکړي او د متحدو ایالتونو پر بنسټیزو ملي ګټو تمرکز وکړي."
د ټیلرسن تر نوماندۍ وړاندې د نیویارک د پخواني ښاروال، رودي جولیاني او د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند، میت رامني ددې څوکۍ لپاره مطرح کاندیدان و.
ښاغلي ټېلرسن په لومړي ځل تیره اونۍ له منتخب جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ سره ولیدل، او د شنبې په ورځ یې د دویم ځل تر لیدلو وروسته، د ټرمپ دفتر وویل چې هغه تر ټولو مخکښ کاندید دی.
منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې هکله ویلي "زما لپاره د هغه یوه لویه ښېګنه دا ده چې هغه لوبغاړي ډیر ښه پیژني. له روسیې سره یې سترې معاملې کړې دي."
منتقدین د ټیلرسن د نوماندۍ له امله غوسه دي او وایې چې هغه دیپلوماتیکه تجربه نه لري.
ټیلرسن له روسیې سره د تیلو د سوداګریزۍ معاملې لري او جمهور رئیس پوتین سره یې اړیکې خورا نږدې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوی وزیر د روسیې د جممهور رئیس ولادمیر پوتین سره
ښاغلی ټیلرسن وایي "زه له ۱۹۹۹ څخه پوتین پیژنم او له هغه سره نږدې اړیکې لرم."
په داسې حال کې چې د امریکا په وروستیو ټاکنو کې د روسيې پر دخالت ناندرې ډیرې شوې دي، له روسیې سره د ټیلرسن نږدې اړیکې ممکن د متحده ایالاتو د سنا مجلس لخوا هغه ته د تائید پر رایو اغیزه وکړي.
منتخب جمهور رئیس، ټرمپ په کراتو ويلي چې له مسکو سره ملګرتیا غواړي.
د بود کینیډي په څیر ځېنې شنونکي پدې باور دي چې ټرمپ تر نظریاتي سیاست زیات د معاملو شوقي دی.
کینیډي وایي "د بهرنیو چارو د وزارت د پاره، له سیاست او دیپلوماتيکې کړۍ څخه بهر، د یو اجرائیه رئیس په ټاکلو سره چې په سیاست کې هیڅ راز تجربه نه لرې، هغه یو ډېر قوي پیغام ورکوي."
د غیر رسمي رپوټو له مخې ټرمپ په پام کې لري چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی استازی، جان بولټن د بهرنیو چاور وزارت د مرستیال په توګه وګماري. ځینې د ناندریزو څرګندونو له وجې بولټن ته په ښه سترګه نه ګوري.