د امریکا او سوریې د مشرانو تاریخي غونډه؛ ټرمپ له الشرع سره ولیدل

دا په تېرو ۲۵ کالونو کې د متحدو ایالتونو او سوریې د مشرانو لومړی ملاقات دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په ریاض کې د سوریې د موقت حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل، تر دغه ملاقات یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې په سوریې باندې به لګول شوي بندیزونه لېرې کوي.

ولسمشر ټرمپ له احمد الشرع سره د خلیج د همکاریو شورا د مشرانو سره د غونډې په یوې برخې کې ولیدل.

دا په تېرو ۲۵ کالونو کې د متحدو ایالتونو او سوریې د مشرانو ترمنځ د خپل ډول لومړي لیده کاته دي.

ولسمشر ټرمپ نن چهارشنبه مۍ ۱۴ (ثور۲۴) وویل: «موږ د دغې خونې (غونډې) د مشرانو په همکارۍ د سوریې له نوي حکومت سره اړیکي عادي کوو. پیل یې هم له ولسشمر احمد الشرع سره زما له ملاقات څخه وشو.»

احمد الشرع، چې مخکې یې له القاعدې سره بیعت کړی و د هغو عملیاتو مشري کوله چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې بشارالاسد، چې د ډېر وخت لپاره د سوریې مشر و، وپرځاوه.

د متحدو ایالتونو ولسمشر منځني ختیځ ته په سفر وتلی دی. هغه په سعودي عربستان کې له مقاماتو سره تر ملاقات وروسته د چهارشنبې په ورځ قطر ته ورسېد. وروسته به متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.