د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد بیا دوحه، پاکستان، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو ته سفر پيل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به په دوحه کې د افغان ډلو سره ګوري، هغوی به هڅوي او د امریکا له لوري د همکارۍ ډاډ به ورکوي چې د افغانستان د سولې بهیر چټک شي- چې سملاسي اورکم او اوربند، په یوې سیاسي نقشې باندې توافق او د واک شراکت په کې شامل دي.
په خپله خلیلزادا په ټویټر کې لیکلي دي چې له دې هیلو سره یې بیا سیمې ته سفرونه پيل کړل چې دواړه خواوې به د «افغانستان د سولې مذاکرات» کې محسوس پرمختګ وکړي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ جنوري ۴ (مرغومي ۱۵) په خپل ټویټر کې لیکلي: « دواړه خواوې باید دا وښيي چې د افغانانو د مهمو ګټو لپاره کار کوي، دوی باید څومره ژر چې امکان لري د سیاسي تفاهم او په خشونت کې د سملاسمي پام وړ کموالي/اوربند په اړه د موافقې لپاره رښتینی جوړجاړی او مذاکرات وکړي.»
ښاغلي خلیلزاد لیکلي دي چې د خشونت اوسنۍ اندازه او په خاص ډول هدفي بریدونه د «منلو نه دي. هغوی چې خشونت کوي، غواړي د افغانستان د سولې بهیر او آینده کمزوري کړي».
نوموړي د کوم شخص او ډلې نوم نه دی اخیستې، خو ویلي یې دي چې دا ډول خلک د افغانانو هیلې نه منعکسوي. همدا نن په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند سوني لګیت، طالبان «د خبریالانو، مدني ټولنو د فعالانو او حکومتي چارواکو» په هدفي وژنو تورن کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې ښاغلی خلیلزاد به په خپل دغه سفر کې په کابل کې له افغان مشرانو هم ویني.
ښاغلي خلیلزاد ویليچې هدفي وژنې د منلو نه دي
زلمی خلیلزاد داسې مهال سفرونه پیل کړي دي چې ټاکل شوې سبا سه شنبه د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
د بایډن حکومت او د سولې خبرې
د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د مشاور موقف ته د منتخب ولسمشر جوبایډن کاندید جیک سولیوان وايي چې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ په تړون کې دواړه خواوې ژمنې او مسولیتونه لري.
نوموړي د دوشنبې په ورځ جنوري ۴ (مرغومي ۱۵) د «سي ان ان» تلویزون سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې دا تړون باید یوازې د خبرې تر کچې نه وي، بلکې په عمل کې هم ثابت شي.
هغه وویل: «اوس د طالبانو او امریکا ترمنځ یو تړون شته چې په کې هم د امریکا متحدو ایالتونو ته ځینې مسولیتونه ته مخامخ دي او هم طالبانو ته مخامخ دي.د طالبانو په مسولیتونو کې له القاعده ډلې سره د اړیکو پرېکون شامل دی، دا پریکون تش په خبرو کې نه، بلکې باید په عمل کې ثابت شي. همدغه راز د خشونت کمول او د افغان حکومت سره په ښه نیت مذاکرات په کې شامل دي.»
خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې ښکیلې به غاړې به خبرو کې محسوس پرمختګ کوي
نوموړي زیاته کړه:«..نهایتآ، دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یوه موافقه ده چې داسې یوې پایلې او سوله ییز جوړجاړي ته لار هواروي چې موږ ټول هغه څه ترلاسه کړو چې د هر چا هدف دی، او هغه په افغانستان کې د جګړې ختمول دي.»
هغه وویل چې د جوبایډن په مشرۍ حکومت به په همدغه اساس دپلوماسي مخ ته وړي او دا د امریکا د ملي امنیت تګلاره تضمینوي چې افغانستان به بیا هېڅکله هم د ترهګرو په ځاله نشي چې په متحدو ایالتونو بریدونه وکړي.