د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنفسي ناروغیو له کبله تېره میاشت افغانستان کې ۲۴۸ کسان مړه شوي


د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وایي، په افغانستان کې د ځینو خطرناکو ساري ناروغیو پېښې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ کمې شوې دي، خو د تنفسي ناروغیو او شري په څېر ځینې نورې ناروغۍ لا هم په زیاتېدو دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه میاشتني راپور کې ویلي چې تېره میاشت د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله په ټول افغانستان کې ۲۴۸ کسان مړه شوي دي.

دې سازمان د یکشنبې په ورځ د ډسمبر ۱۴مه پر خپله وېب پاڼه کې په یوه تازه خپور کړي راپور کې ویلي چې تېر نومبر میاشت کې د اکټوبر میاشتې په پرتله د تنفسي ناروغۍ کچه ۲۴،۶ سلنه لوړه شوې او په دې هېواد کې په دې ناروغیو د اخته کسانو ۱۴۷ زرو او ۱۳۸ پېښې ثبت شوې دي.

د «ډبلیو اچ او» په راپور کې راغلي چې په نومبر میاشت کې د ډینګي تبې ۲،۳۵۷ شکمنې پېښې ثبت شوي چې د اکټوبر په پرتله ۲۱،۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دغه راپور کې د شدید نس ناستي د نږدې ۱۰ زره، د ملاریا د نږدې ۵ زره، د شري د نږدې ۴ زره او د کرونا ویروس د شاوخوا ۲۰۰ پېښو د ثبتېدو یادونه هم شوې ده.

د راپور په وینا، که څه هم په دغه ناروغیو د اخته کسانو شمېر کې کموالی راغلی، خو تېره میاشت د نس ناستي له امله څلور او د شري له امله ۵ مړینې ثبت شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۲۸ روغتیايي مرکزونو له لارې په ۲۳ ولایتونو کې خلکو ته لومړني روغتیايي خدمتونو وړاندې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو مخ په زیاتېدونکی شمېر د روغتیایي اسانتیاو چمتو کولو لپاره کافي تمویل ته اړتیا لري.

دې سازمان ویلي هره میاشت څه باندې ۲۰۰ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ورستنېږي چې پر روغتیایي سیسټم او اسانتیاوو باندې یې سخت فشار راوستی دی.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو هم منلې چې د افغانستان ډېری سیمې او ولسوالۍ له کافي روغتیایي اسانتیاوو بې برخې دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، دولتي روغتیايي مرکزونه یوازې درې سلنه خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG