د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: د ایچ‌اې‌وي په درملنه کې مو پرمختګ کړی دی


اچ آی وي ایدز - د وینې ازموینه
اچ آی وي ایدز - د وینې ازموینه

د ډسمبر لومړۍ نېټه د اېډز د نړېوالې مبارزې له ورځې سره برابره ده. اېډز، چې (د کسبي معافیت د نشتوالي سنډروم) بلل کېږي، یوه معافیتي ناروغي ده چې لامل یې د ایچ‌اې‌وي ویروس دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په ایکس ټولنیزه پاڼه کې د "د ایچ‌اې‌وي په درملنه کې ستر پرمختګ" تر سر لیک لاندې د نویو پرمختګونو خبر ورکړی او لیکلي دي چې اوس "د اېډز د ختمولو لپاره درمل، وسایل او د حل لارې شته."

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۴ کال کې د ۳۱.۶ میلیون وګړو ‌دپاره د ریټرو وایرس ضد ژغورونکې درملنه شوې ده.

خو د دې سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د بودجې ناڅاپي کمښت د میلیونونو کسانو روغتیایي خدمتونه ګډوډ کړي او لاسته راغلی پرمختګ یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د روغتیا د نړېوال سازمان د شمېرو له مخې، د اېډز ناروغۍ تر اوسه د ۴۴.۱ میلیونو څخه د زیات شمېر خلکو ژوند اخیستی او د دې ناروغۍ لړۍ لا هم په نړۍ کې روانه ده.

دغه نړېوال بنسټ وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې ۳۱.۶ میلیونو کسانو د ژوند ژغورونکي انتي‌ریټرو وایرل درمل ترلاسه کړي، خو د دې سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د بودیجې ناڅاپي کمښت به میلیونو ناروغانو ته د HIV/اېډز د روغتیايي خدماتو عرضه ګډوډه کړي او پرمختګ له خطر سره مخامخ کوي.

د نړېوال روغتیا سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې نږدې ۴۰.۸ میلیونه کسان په نړۍ کې په HIV/اېډز اخته وو چې ۶۵ سلنه یې په افریقا کې ژوند کوي.

دغه د ملګرو ملتونو اړوند اداره وایي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۳۰ زره کسان د HIV/اېډز اړوند ناروغیو له امله مړه شوي او ۱.۳ میلیونه نور په همدې کال کې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا نړېوال سازمان زیاتوي چې د HIV/اېډز نوې پېښې د ۱۹۹۶ کال په پرتله شاوخوا ۶۱ سلنه او مړینې یې د ۲۰۰۴ کال په پرتله نږدې ۷۰ سلنه راکمې شوي دي.

اېډز په افغانستان کې
د HIV/اېډز د نړیوالې ورځې په درشل کې، د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د عامه پوهاوي لوړولو او د دې ناروغۍ د مخنیوي پر هڅو ټینګار کړی دی.

دغه وزارت منلې چې د روان میلادي کال په تېرو لسو میاشتو کې یې ۳۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.
عبدالرحمان شېرېن‌دل، د HIV/اېډز، ساري ناروغیو او هیپاتیت کنټرول د ملي ادارې رئیس وایي چې د جنوري څخه تر اکتوبر ۲۰۲۴ پورې نږدې ۸۲ زره او ۲۵۵ کسان د HIV معاینې ته وړاندې شوي چې له هغوی څخه ۳۰۰ تنه مثبت وو.

په تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې د HIV مثبت موارد ثبت شوي دي چې لوی لامل یې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو ترمنځ د ککړو ستنو کارول بلل شوي دي.

د اخته کېدو لارې او مخنیوی

اچ آی وي هغه مهال له ناروغ څخه سالم کس ته لېږدول کېږي چې د ناروغ د بدن ککړ مایعات سالم کس ته انتقال شي.

ناسمې جنسي اړیکې، په HIV ککړه وینه، د ککړو ستنو او د سلماني ککړو وسایلو کارول، او د مور شیدې د دې ویروس د لېږدیدو اساسي لارې ګڼل کېږي.

ډاکټران، په ځانګړي ډول د وقایې متخصصین، پر "مخنیوي تدابیرو" باندې د پوره عمل ټینګار کوي او وایي چې د "سالمو جنسي اړیکو ساتل، په سلمانیو کې د ګډ وسایلو د کارولو مخنیوي، او د وینې په بانکونو کې د وینې معاینه" د دې ناروغۍ د مخنیوي مهمې لارې دي.

شاوخوا درې لسیزې مخکې HIV/اېډز د مړینې تر ټولو لوړې کچې درلودې، خو د نوو درملو په پرمختګ سره یې د خپرېدو او مړینې کچه کمه شوې ده. سره له دې، لا هم د دې ناروغۍ لپاره بشپړه درملنه نشته، او وقایه د اخته کېدو یوازینی مؤثره لاره ګڼل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG