د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د وژنو د بندولو غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې روسي چارواکو ویلي چې د دوی ځواکونو د کیف پر وړاندې د درې کلنې جګړې په لومړۍ لیکو کې پرمختګ کړی دی.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ډسمبر ۸مه په سپینه ماڼۍ کې د امریکایي بزګرانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د اوکراین د جګړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ یوازې غواړو چې د خلکو وژل بند شي."
ټرمپ وویل چې تېره میاشت په جګړه کې ۲۷۰۰۰ کسان وژل شوي، چې اکثره یې اوکرایني او روسي سرتېري دي.
ټرمپ د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د خپل حکومت د میاشتو اوږدو هڅو په اړه وویل: "موږ غواړو په بشر باندې خپل وخت متمرکز کړو. موږ غواړو وګورو چې ایا موږ د وژنې مخه نیولی شو."
د روسیې جګپوړي جنرال والیري ګیراسیموف د سې شنبې په ورځ د ډسمبر ۹مه وویل چې د مسکو ځواکونو د اوکراین په ټولو جبهو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
هغه وویل چې روسي ځواکونه د ختیځ اوکراین په دونیتسک سیمه کې د میرنوهراد ښار نیولو ته په تمه دي.
د سولې لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف تیره اونۍ د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې د اوکراین د ملي امنیت چارواکو سره ولیدل.
هغه وروسته وویل چې دواړو خواوو"موافقه وکړه چې د هر ډول تفاهم په لور ریښتینی پرمختګ د روسیې په چمتووالي پورې اړه لري چې د تاوتریخوالي کمولو او د وژنو د بندولو په لور د ګامونو د اخیستو په شمول د اوږدمهاله سولې لپاره جدي ژمنتیا وښيي."
ویټکاف او کوشنر د تیرې اونۍ په پیل کې په مسکو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د روسیې له چارواکو سره ولیدل. خو په دې هکله د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ډسمبر ۷مه د امریکا د وروستیو هڅو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ د ولسمشر پوتین سره او همدارنګه د ولسمشر زیلینسکي په شمو ل د اوکراین له مشرانو سره خبرې کړې دي، او زه باید ووایم چې زه یو څه مایوسه یم چې ولسمشر زیلینسکي لا تر اوسه د [سولې] وړاندیز نه دی لوستلی."
زیلینسکي د دوشنبې په ورځ د ډسمبر ۸مه په لندن کې د بریتانیا، فرانسې او جرمني له مشرانو سره وکتل او د اوکراین لپاره د سولې وړاندیز او امنیتي تضمینونو په اړه بحث کړ. زیلینسکي له دې غونډې مخکې، وویل چې اوکراین "د یوې باعزته سولې مستحق دی."
زیلینسکي د ایکس د ټولنیزې رسني په یوه پوسټ کې لیکلي"دا چې سوله به راشي یا نه، دا په بشپړه توګه په روسیه پورې اړه لري - زموږ په ډله ایز فشار او د متحدو ایالتونو، اروپا او زموږ د نورو شریکانو پر سمو مذاکراتو او دریځونو پورې اړه لري".
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د برتانیا د بهرنیو چارو وزیرې یویټ کوپر د روسیې او اوکراین ترمنځ د "تلپاتې سولې" د ترلاسه کولو لپاره د دوامداره همکارۍ ژمنې بیا تکرار کړې، دا خبره د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د دوی له غونډې وروسته په یوې لنډه اعلامیه کې خپره شوې ده.
په ناټو کې د امریکا سفیر میټ ویټیکر وویل چې متحده ایالتونه د سوله ایزو خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خپلو هڅو کې جدي دي.
هغه د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل: "موږ جدي یو، زموږ سترګې خلاصې دي، موږ پوهیږو چې سوله د دې شخړې او جګړې یوازینۍ حل لاره ده، او له همدې امله ولسمشر ټرمپ یوازینی کس دی چې کولی شي دواړه خواوې قانع کړي او دا [وضعیت] پای ته ورسوي."
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر خپل ګاونډي اوکراین برید وکړ، یوه داسې جګړه یې پیل کړه چې لسګونه زره کسان یې ووژل او په میلیونونه خلک یې بې ځایه کړل.
فورم \ دبحث خونه