چین او کمبودیا خپل ځمکني، سمندري او هوایي ګډ دوه اونیز پوځي لوی عملیات نن چهارشنبه مۍ ۱۴ (ثور۲۴) پیل کړل.
دا د ۲۰۱۶ کال راهیسي کله، چې دواړو هیوادونو یو له بل سره پوځي همکاري او د ګډو پوځي عملیاتو لړۍ پیل کړه، تر ټولو لوی پوځي عملیات ګڼل کیږي.
دوی وایي دا تمرینات د ترهګرۍ ضد عملیاتو او بشري مرستو په موخه ترسره کیږي.
په وروستیو کلونو کې، بیجینګ د کمبودیا په سویلي ساحل کې د يوې ستراتیژیکې سمندري اډې د پراختیا تمویل په غاړه اخیستی، چې ورسره دا اندیښنې زیاتې شوي چې دا ښایي د چینایي سمندري ځواکونو په یوې پوستې بدله شي.
کمبودیا دا ردوي چې داسې کومه موافقه یې کړې وي چې چین هلته د پوځي اډې د جوړولو اجازه ولري او نور دوست هېوادونه هم کولای شي چې خپلې جنګي بیړۍ هلته ودروي.
بیجنګ د کمبودیا تر ټولو مهم ملګری هیواد او د سوداګریزو اړیکو نږدې شریک دی او کمبودیا په جنوب ختیځې اسیا کې د چین تر ټولو کلک متحد ګڼل کیږي.
فورم \ دبحث خونه