د متحده ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د برتانیې سره یو تجارتي تړون اعلان کړ، چې د واشنګټن لخوا په تجارتي شراکتدارو هېوادونو باندې د تعرفو د لګېدو نه وروسته، دا لومړۍ تجارتي تړون دی چې امریکا ورباندې هوکړه کوي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپل دفتر کې، په داسې حال کې چې د برتانیې صدراعظم کیئر سټارمر هم د ټلیفون پر کرښه حاضر و، وویل، دغه تجارتي تړون په دې ټینګار کوي چې "متقابل عمل او انصاف، د نړېوالې سوداګرۍ یو حیاتي اصل دی."
هغه وویل چي نهایي جزئیات به په راتلونکو هفتو کې ولیکل شي.
صدراعظم سټارمر وویل چې دا تړون به متحده ایالات او برتانیه سره نور هم نږدې کړي. هغه د پنجشنبې ورځ، یوه "تاریخي ورځ" وبلله.
د دې تړون اعلان، په اروپا کې د دویمې نړېوالې جګړې د ختمېدو له اتیایمې کلیزې سره سمون خوري.
له هغه وخته چې ولسمشر ټرمپ واک ته رسېدلی، امریکا له ځینو سترو تجارتي شرکت لرونکو سره د متقابله تعرفو په کشاله کې ښکېل شوی، او یو مهم هدف یې دا دی چې د امریکا داخلي تولیداتو ته وده ورکړي.
فورم \ دبحث خونه