په بلخ کې یو سینماګر د نشه یي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي کچې د لوړولو په موخه د ”ګل تباهي“ په نوم یو فلم چې د یوه معتاد ژوند پکې رانغاړل شوی، جوړ کړی دی. ددې فلم جوړونکی محمد اغا خالقیار وايي:"دغه فلم یې ددې لپاره جوړ کړی، چې ځوانان د نشه یي توکو په زیانونو خبر کړي ترڅو په نشو اخته نه شي.
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ یو شمېر کروندګرو چې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر کېلې له بندیز وروسته د پیازو کرلو ته مخه کړې ده، وايي که څه هم تېر کال د پیازو بیې ټیټې وې، خو له خپلو حاصلاتو یې ښه ګټه ترلاسه کړې ده.
په ننګرهار کې د ګوړې د ګاڼیو ځینې مالکان وايي، چې سږ کال د تېر کال په پرتله په بازار کې د ګوړې پلور ښه شوی او عمده لامل یې دا دی چې د نورو ملکونو په تېره بیا له پاکستان څخه د ګوړې واردول را کم شوي دي.
د کوکنارو په کرکیلي د طالبانو له بندیز وروسته په بلخ ولایت کې زیات شمېر کروندګرو په خپلو ځمکو کې هېنجه کرلې ده، خو وايي چې سږ کال د هېنجې بیه د تېرو نورو کلونو په پرتله زیاته را ټیټه شوې ده.
د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ ځینې کروندګر وايي چې د طالبانو حکومت ټولو کروندګرو ته پداسې حال کې بیا خبرداری ورکړی دی چې کروندګر سږکال د بارانونو د کم ورښت له کبله اندیښمن دي.
بلخ ولایت کې د چمتال ولسوالۍ یو له هغو ولسوالیو څخه وه، چې په پراخه کچه پکې کوکنار کرل کېدل، خو د کوکنارو په کر د طالبانو له بندیز وروسته په دغه ولسوالۍ کې کروندګرو د کوکنارو د کر په موسم کې د کچالو کرلو ته مخه کړې ده.
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ هغو کروندګرو چې پخوا به یې کوکنار کرل، وایي له کله چې د کوکنارو په کرکیله بندیز لګېدلی دی، دوی د ژمي په موسم کې د پلاستیکونو لاندې د سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده چې له کښتونو یې د کوکنارو په اندازه ګټه لاسته راوړي.
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ هغه کروندګرو چې سږ کال یې د کوکنارو پر ځای په خپلو ځمکو کې ګازرې کرلي دي وايي، چې سږ کال د ګازرو بیې ټیټي دي او په کښتونو یې خپل کړي لګښتونه هم نه شي پوره کولای.
په بلخ کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ په سلګونو کیلو ګرامه هغه نشه یي توکي سوځولي، چې په تېرو دوو کلونو کې ددغه ولایت له مختلفو سیمو ضبط شوي وو.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ د مرکزي سیمي زلمیان وايي، که څه هم په دغه سیمه کې په پراخه کچه کوکنار کرل کېدل او دوی د کوکنارو په کروندو کې کار هم کاوه؛ خو ددوی په ویناء د کرکټ لوبې له دوی سره مرسته کړې چې په نشه يي توکو روږدي نه شي.
په بلخ کې د ځمکني توتانو یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال د تیر کال په پرتله د باران د کم اورښت او وچکالۍ له امله ځمکو ښه حاصل ندی ورکړی او ګټه یې هغومره نده لکه تیر کال یې چې لرله.
په کندوز کې کروندګر وايي که څه هم په شنو خونو کې د بادرنګو یا نورو سبزیجاتو کرل، له نورو کښتونو څو برابره ډېره ګټه کوي، خو په دغه ولایت کې د زراعتي درملو نه شتون له کبله زیات وخت د دوی کښتونه خرابېږي او له سختو تاوانونو سره مخ کېږي.
په کندز کې د چرګانو د ساتنې فارمونو کاروباریان وايي که څه هم په کندز کې د چرګانو د غوښې تولیدات ډېر شوي دي او له دغه ولایت څخه ټول شمال ولایتونو ته غوښه لېږل کېږي، خو د دوی په وینا له هګیو څخه د چورګوړو د تولید ماشین نه شتون له امله ځینې وخت د دوی کاروبار له تاوان سره مخ کېږي.
په بلخ کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر وايي، چې له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د دهقانانو اقتصادي وضعیت مخ په خرابیدو دی او ملاتړ ته ضرورت لري. دوی وايي، چې د باغونو حاصلاتو ته یې باید په بهرنیو ملکونو کې بازارموندنه وشي.
په کندوز کې یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال د تیرو کلونو په پرتله بزګران له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او فصلونه یې هم یخنۍ وهلي دي.
په کندوز کې یو شمیر بزګر وایي چې د ژمي په موسم کې ددې لپاره د پلاستیک لاندې سبزیجات کري، چې په وخت حاصل ته ورسېږي او هم په بازار کې په ښه بیه خرڅ شي.
د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو د هوږې کرلو ته مخه کړې ده چې په وينا یې هوږه له نورو کښتونو څو چنده ډېر حاصل ورکوي او هم په لوړه بیه خرڅېږي.
د کندوز په ځینو سیمو په تیره بیا ددې ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې اوس ډیری کروندګر د ژمي په موسم کې د پلاستیکونو لاندې هندواڼې کري. پدغه توګه هندواڼې هم له سړې هوا خوندي وي او هم په وخت حاصل ته رسېږي.
په بلخ کې هغه کروندګرو چې په شنو خونو کې یې ګلان او بوټي کرلي وو، وايي چې سږ کال د تیر کال په پرتله د خلکو د کمزوري اقتصاد له امله د ګلانو او نیالګیو د پلور بازار ډیر کمزوری شوی دی.
نور پورته کول