په کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي، چې د تریاکو پر کښت له بندیز وروسته، ډیرې کرونده ګرو اوس پدغه ولایت کې د غنمو کښتونو ته مخه کړې او وروستیو اورښتونو ښو حاصلاتو ته په تمه کړي دي
په کندهار کې د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر شکایت لري، چې د طالبانو لخوا د کوکنارو په کرکیله له بندیز وروسته دوی سره هیڅ راز مرسته نه کیږي او په ورته وخت کې قیمتي هم زیاته شوې ده.
په کندهار کې یو شمېر هغه کروندګر چې د کوکنارو په ځای یې سږ کال بدیل کښتونه کرلي دي وايي، چې د اوبو د کمښت له امله یې حاصلات ډېر ښه ندي.
په کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي چې هینجه، زعفران او نور کښتونه د کوکنارو بدیل دي، خو د مؤسساتو او حکومت له مرستو پرته کروندګر ته ګرانه ده چې دا کښتونه وکري او بیا یې په مناسبه بیه په مارکیټ کې وپلوري.
په کندهار کې د سبزیو سوداګر وایي چې په جنوبي ولایتونو کې کرل شوي پټاټې یا کچالو د کیفیت او بیې له پلوه په مارکېټ کې د ګاونډیو هیوادونو د پټاټو په پرتله ښه اعتبار لري.
په کندهار کې یو شمېر هغو کروندګرو چې په وروستي یوه کال کې د کوکنارو په ځای نورو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، چې د اوبو نشتوالی او سر په سر وچکالۍ د دوی حاصلات زیانمن کړي دي.
په کندهار کې د مثمرو او زینتي نیالګیو بازار د پسرلي له راتګ سره تود شوی، خو بیا هم د نیالګیو پلورونکي وايي، چې ښايي د سږني کال وچکالي یې په کاروبار اغیزه ولري. په ورته وخت کې د میوه لرونکو نیالګیو پلورونکي وايي، چې د املوکو باغونه په کندهار کې ښه نتیجه ورکړې ده او دغه نیالګي دلته ښه مارکیټ لري.
په کندهار کې د تازه مېوو یو شمېر سوداګر د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه لري چې له بهره پر وارداتي تازه مېوو او خوراکي توکو مالیه را ټيټه کړي، ځکه د لوړې مالیې له امله نه یوازې عام خلک د وارداتي میوو او خوراکي توکو د پیر توان نه لري، بلکې سوداګر هم له دې اړخه له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د افغانستان په جنوبي ولايتونو او د هغه اړوند ځينو سيمو کې د پولیو ضد واکسيناسيون پروګرام چې د سړې هوا له امله ځنډېدلی و، اوس پیل شوی دی.
په کندهار کې د هینجې یو شمېر کروندګر وايي، چې پدغه ولایت کې د هینجه کرکیله مخ په زیاتېدو دی. ددوی په خبره، هینجه نه یوازې د کوکنارو ښه بدیل دی، بلکې ګټه یې زیاته او بهرنی مارکیټ هم لري.
په کندهار ولایت کې د تازه ګلانو یو شمېر پلورونکي وايي، چې د پخوا په پرتله د ګلانو د خرڅلاو بازار ډېر را غورځېدلی او هیڅ د مقایسې وړ نه دی. بلال احمد چې په کندهار کې د تازه ګلانو د فارم یو روزونکی دی وایې، که څه هم اوس د ګلانو موسم دی، خو خلک ډیر ګلان نه اخلي.
سږ کال په کندهار کې د زیتونو باغونو ښه حاصلات ورکړي او د زیتونو د یو شمېر بڼوالو په خبره چې باغ لرونکي په حاصلاتو او مالي ګټو یې خوشحاله دي.
په کندهار کې نعنا (پودینې) یو شمېر کروندګر له خپلو حاصلاتو څخه خوښ دي او وایې که څه هم سږکال په مارکیټ کې د نعنا قیمت د پخوا په پرتله لوړ ندی خو ولې پدغه ولایت او نورو ګاونډیو ولایتونو کې تازه نعنا ښه مارکېت لري او د کور دننه اړتیا یې پوره کړې ده.
د پولیو پر ضد د مبارزې مسوولین وایي چې اوس یې زیاته پاملرنه د حفظ الصحې برخې ته کړې، ځکه چې د پولیو د ناروغۍ یو لامل ناپاک چاپیریال دی.
په کندهار کې یو شمېر هغه کروندګر چې پخوا یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل او په کوکنارو د طالبانو د مشر له بندیز وروسته یې بدیلو کښتونو په تېره بیا د کچالانو کرلو ته مخه کړې ده د سږني کال ښو حاصلاتو ته په تمه دي خو په ورته وخت کې مرستې هم غواړي.
د افغانستان په جنوب کې د ماشومانو د روغتیا مسؤولین وايي، په کندهار کې د پولیو یوه نوې تازه محیطي پېښه ثبت شوې ده.
د پوليو ناروغۍ په اړه يو شمېر کورنۍ وايي، چې د پخوا په پرتله اوس هڅه کوي، چې خپلو ماشومانو ته په ټاکلي وخت د پوليو ضد واکسين ورکړي.
د پولیو پر ضد د مبارزې د ملي مرکز مسؤولین وایي چې د هغو افغان ماشومانو واکسین ته یې ځانګړی تیاری نیولی چې د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته را ستنیږي.
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وايي چې په مرکز کلات کې د پولیو یا ګوزڼ دوه ساحوي سمپلونه مثبت شوي دي.
نور پورته کول