د روسیې او کراین د سولې خبرې؛ معلومه نه ده چې پوتین ګډون کوي که نه

د روسیې او یوکراین ولسمشران

روسیه وايي چې ترکیې ته یو پلاوی استوي چې له اوکراین سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي، خو دا یې څرګنده کړې نه ده چې دغو خبرو ته به څوک استوي.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف د چهارشنبې په ورځ ۱۴ (ثور۲۴) وویل چې روسي مقامات به په خبرو کې حاضر وي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په ترکیې کې د پنجشنبې په ورځ له اوکراین سره د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ.

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ قطر ته په لار خبریالانو ته وویل: «زه مطمین نه یم که زه هلته نه یم، هغه (پوتین) به هلته وي. موږ به یې معلومه کړو.»

پوتین تر دې دمه د ۳۰-ورځني اوربند غوښتنو ته کوم ځواب نه دی ویلی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي که پوتین د ترکیې په خبرو کې ګډون کوي ، دی به هم ورځي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پيل کړ.