د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۷ (سلواغه اتمه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو غوره لوبغاړی وټاکه.
عمرزی الراونډر لوبغاړی دی چې هم توپ وهنه او هم توپ اچوونه کولای شي.
د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې اعلامیې کې ویلي دي چې «دغه ۲۴ کلن ځلمي په نړیوالو شل اوریزو سیالیو او تجارتي لیګونو کې هم ښه کال لره، خو په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ډېر اغیزناک ثابت» شو.
د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو په اساس عظمت الله عمرزی په ۲۰۲۴ کال کې تر رحمان الله ګربز وروسته د افغانستان دویم لوبغاړی و، چې ډېرې منډې یې کړې دي.
افغانستان تېرکال کې له زمبابوې، جنوبي افریقا، بنګله دېش او ایرلنډ څخه د لوبو لړۍ وګټلې او په دې کې عمرزي مخکښ رول لوبولی دی. عظمت الله عمرزي تېرکال «په ۱۴ یوې ورځنیو نړیوالو لوبو ۴۱۷ منډې کړې او ۱۷ لوبغاړي سوځولي» دي.
عمرزي همدغه راز په یوې لوبې کې د سري لانکا په مقابل کې ۱۴۹ منډې او د جنوبي افریقا په مقابل کې ۸۶ منډې وکړې او د افغانستان په بري کې یې مهمه ونډه واخیسته.
له عظمت سره په دغې سیالۍ کې د سري لانکا دوه لوبغاړي کوسال مندېس، چې توپ وهونکی دی، او ونېندو هسارانګا چې ورو توپ اچوونکی دی، هم کاندیدان وو. همدغه راز د ویسټ انډیز توپ وهونکی شیرفین راټرفورډ هم کاندید وو.
په همدې حال کې عظمت عمرزی او دوه نور افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د یوې ورځنیو لوبو د لوبډلې او راشد خان بیا د کال د شل اوریزو لوبو د لوبډلې لوبغاړي غوره شوي دي.
راشد خان تر دې مخکې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د لسیزې لوبغاړی غوره شوی و او عظمت عمرزی لومړی افغان دی چې د کال غوره لوبغاړی ټاکل کېږي.
دا لوبغاړي د مینه والو د رایو او همدغه راز د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د یوې ټاکل شوې کمېټې له لوري غوره کېږي.