د کاتولیک مسیحیانو نوي پاپ لیو څوارلسم د جمعې په ورځ مۍ نهمه (ثور۱۹) د واتیکان د سیستین په کلیسا کې لومړي جامع مراسم ترسره کړل.
تر دغو مراسمو یوه ورځ مخکې د کاتولیک کاردینالانو هغه د پاپ فرانسیس ځای ناستی وټاکه.
پاپ لیو، چې رابرت پریووست نومېږي او نړۍ لومړنی امریکايي پاپ دی، په ایټالوۍ ژبه وعظ وکړ او د ایمان، قدرت او فساد د مسائیلو په اړه یې خبرې وکړې.
د پنجشنبې په ورځ یو شمېر خلکو د واتیکان د سنټ پیټرز په میدان کې د نوي پاپ د ټاکل کېدو له کبله راټول شول او خوشحالي یې وکړه..
پاپ لیو ۶۹ کلن دی او د متحدو ایالتونو د شیکاګو اوسېدونکی دی، هغه پاپ فرانسیس ته نژدې و.
ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې سوشل ټروت کې ولیکل: «دا درک چې هغه لومړی امریکايي پاپ دی، د ویاړ خبره ده. زموږ د هېواد لپاره څه یو لوی ویاړ او هیجان. له پاپ لیو څوارلسم سره ملاقات ته لیوال یم. هغه به یوه معنی لرونکې شېبه وي.»