د پاکستان د کرکټ مینه والو په نړیوال جام کې کوربه متحده ایالاتو ته د خپل ټیم د لوبې بایلل تاریخي شاتګ او "توره ورځ" بللې ده.
دا ۲۰ اوریز نړیوال جام د ویست انډیز او متحده ایالاتو په ګډ کوربه توب ترسره کیږي او متحده ایالاتو پکې د پنجشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۷) له پاکستان څخه لوبه په "سوپر اوور" کې وګټله.
د کراچۍ ښار اوسیدونکی او د بانک متقاعد کارکوونکی راجو جمیل چې ددغه لوبې د لیدلو لپاره یې شپه په ویښه تېره کړې، وايي: "ډیر سخت خفه یم. دا ډیر د شرم ځای دی او باید ددې ماتې په اړه جدي پلټنه وشي. "
په دې جام کې متحده ایالات په لومړي ځل برخه اخلي، په داسې حال کې چې پاکستان په ۲۰۰۹ کې دا جام ګټلی او په ۲۰۲۲ کې د جام پایلوبې ته رسیدلی و. د امریکا په لاس د پاکستان ماتې د کرکټ په تاریخ کې یوه ترټولو سخته ماتې بلل شوې ده.
د پاکستان د جیو تلویزیون د سپورت شنونکي سکندر بخت وویل: "د پاکستان د کرکټ لپاره تر دې بله ستره ماتې نشي کیدای. دا داسې مثال لري لکه پاکستان په باسکټبال کې امریکا ته ماتې ورکړي."
د امریکا په ټکساس کې ددې لوبې لیدلو ته د پاکستان د کرکټ لوبډلې زرګونه مینه وال ورغلي وو.
کرکټ چې په پاکستان کې ترټولو مشهور سپورت دی، په امریکا کې عام ندی او له همدې کبله زیاتره امریکایان د خپل دغه بري په اړه بې خبره او یا بې حسه پاتې دي.
امریکايي رسنیو ددغه بري په ارزښت باندې د ځايي خلکو د پوهولو لپاره د بېسبال مثالونه وړاندې کړي دي چې په امریکا کې مشهوره لوبه ده.
خو د پاکستان د لوبډلې مینه والو په لوی شمېر د تلویزیون پردو ته په دې تمه شپه تېره کړې چې لوبډله به یې په اسانه دا لوبه وګټي.
پخواني توپ وهونکي باسط علي د جمعې ورځ "د پاکستان د کرکټ توره ورځ" وبلله او پړه یې د پاکستان د لوبډلې د کپتان بابر اعظم له خوا د لوبغاړو پر ناسم انتخاب واچوله. هغه وویل: "هغه تل ځان ته نږدې لوبغاړي غوره کوي او له کبله یې د پاکستان د بري چانس کم شوی دی."
د پاکستان پخوانی ویکټ ساتونکي کامران اکمل وویل: "زه فکر کوم چې زموږ کرکټ تر دې بله بده ورځ نده لیدلې."
امریکا له پاکستان څخه د کرکټ نړیوال جام لوبه په "سوپر اوور" کې وګټله.
د پایتخت اسلام اباد په یو مارکیټ کې ۳۸ کلن امجد عباسي په کرکټ کې د پاکستان د لسیزو تجربه او امریکا سره پرتله کړه چې تازه یې کرکټ پیل کړی دی. هغه وویل: "زموږ کرکټ کمزوری شوی د لوبو له لیدلو څخه یې خوند نه اخلم. د دوی کارکردګی خواشینوونکې ده. په هغه ډول چې دوی په پای کې لوبه کوي، زموږ لپاره سپکاوی دی."
د متحده ایالاتو د ټکساس ایالت د ډالاس په نړیوال لوبغالي کې په دغه لوبه کې، پاکستان په ۲۰ اورونو کې امریکا ته د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ او د امریکا لوبډلې هم ۱۵۹ منډې وکړې او خبره "سوپر اوور" ته ووتله.
په کرکټ کې "سوپر اوور" یوه اصطلاح ده، چې کله د دواړو لوبډلومنډې مساوي شي نو د نتیجې معلومولو لپاره د شپږو-شپږو توپونو اضافي لوبه کیږي.
امریکا په سوپر اوور کې پاکستان ته د ۱۹ منډو هدف وټاکه، خو پاکستان یوازې ۱۳ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.
په اسلام اباد کې ۵۴ کلن حکومتي کارکوونکي دلشاد اختر وویل: "باور نه کوم چې موږ دې داسې خرابه لوبه وکړو." هغه زیاته کړه، داسې ښکارېدله لکه پاکستان چې تازه لوبه پیل کړې وي او امریکا د نړیوالې کچې لوبډله وي.