مصطفی نعیم وایي مظاهره کوونکو د هغه د فیس بوک لیکنو ته ځواب نه وایه بلکې هغوی د دولت د هغه تصمیم په وړاندې غبرگون ښوده چې د اروپا سره د پیوستون پروسه یې دروله. نو زما پیغام ښایي صرف یوه وسیله وي نه بل څه. زه فکر نه کوم چی ما شخصا او یا زما پیغام دې دا کار کړی وي، دا هغه غوسه وه چې هماغه ورځ په ټولنه کې موجوده وه.
د ټولنیزو رسنیو نور اوکرایني فعالین
ایلینا نومې اوکراینۍ چې په خپله خوښه یې په مظارهرو برخه اخیستې ده وایی دا ټولنتیزې رسنۍ وې چې نړی یې له دی نښتو څخه خبره کړه او لمړی گام ټولنیزو رسنیو پورته کړ.
یو صربي کارپوه زحیل کوی مهرچک وایي فیس بوک او دی ته ورته روسي انترنیټ پاڼې د عاجلو رامنځ ته کیدونکو پیښو په هکله د معلوماتو اصلي منابع دي.
هغه زیاتوي «مونږ به په خپلو انترنیټ پانو کې په هرو پنځلس دقیقو کې د پیښو نوي خبرونه خپرول او خلک به مو له نویو پیښو څخه خبرول او مونږ هلته په میدان او سیمه که خبریالان در لودل.»
خو د اوکراین د انترنت او ټولنیزو رسنیو هماهنگ کوونکی ماکسیم ساوانیفسکي وایي
« مونږ په څرگنده زیاتې داسې هڅې لیدلي چې کیدای شي د روسیې د استخباراتي ارگان او یا د ځانگړو تنظیم شویو ډلو به وې چې د اوکراین د حالاتو په اړه یې غلط معلومات ترویجول.»
نعیم وایي د کریمیا په هکله د روسیې د دریځ نه رااوچت شوی ډار اوکرایني سیاستوال دې ته اړباسي چې د تل په شان خپلو کارو بار ته مخه کړي.
Your browser doesn’t support HTML5
په اوکراین د ټولنیزو رسنیو فعال مصطفی نعیم
افغاني الاصله نعیم همداشان وایي « په همدی خاطر زه فکر کوم دا زمونږ د نسل مسئولیت دی چې مونږ باید بریالي شو، نه یانوکویچ. ځکه چې یانوکویچ د تیموشینکو، یاتسیویک، او کلیچکو مخالف دی، زمونږ مخالف سیستم دی او دا سیستم د دوی ټولو له خوا جوړ شوی دی.»
هغه زیاتوي چې «دوی کوښښ کوي بیا دا سیستم برقرار کړي نو په دې خاطر زه فکر نه کوم چې دادې ددې پاڅون پای اوسي، زه فکر نه کوم چې مونږ دې بریالی شوي یو.»