د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند ډاکټر حسن کاکړ وايي چې که چیري د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي او بهرني ځواکونه د افغانستان نه ووځي نو عواقب به یې د افغانستان لپاره ښه نه وي.
پوهاند کاکړ وايي چې که چیري نړیوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي نو ورسره به نړیوالې مرستې هم ودریږي. هغه زیاتوي چې په افغانستان کې به ناامني دوام پیدا کړي او ګاونډي هیوادونه به خپلو مداخلو ته دوام ورکړي.