د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چبن تر منځ د تعرفو په سر خبرې


VOA illustration
VOA illustration

د تعرفو په تړاو د وروستیو اندېښنو تر زیاتیدو وروسته، ټاکل شوې ده امریکا او چین د راتلونکې شنبې په ورځ په سویتزرلنډ کې د سوداګرۍ پر چارو د خبرو نوی دور پیل کړي.

د چین او امریکا تر منځ پراکثرو سوداګریزو توکو باندې لګول شوې تعرفې د سلو فیصدو نه هم زیاتې دي. د امریکا د خزانې وزیر سکات بېسېنت وایی دواړه هیوادونه به اوس ددې لوړو تعرفو پر راټیټولو بحث وکړي.

هغه د سه شنبې به ورځ فاکس نیوز ته وویل: "د وړاندې تګ نه مخکې، اول باید ناندرې راکمې کړو."

په بیجنګ کې د سوداګرۍ د چارو وزارت یو ویاند تایید کړه چې د چین د سوداګرۍ د چارو تر ټولو لوړ پوړی مقام هي لایفنګ به د ښاغلي بیسینت او د امریکا د سوداګریزو چارو لوړ پوړي مقام جیميسن ګرییر سره وګوري.

د اونیو راهیسې چین د خبرو دپاره پر واشنګتن د تعرفو د راټیټولو شرط مخې ته کاوه. د سوداګرۍ د چارو ویاند د چهار شنبې په ورځ وویل چې بیجنګ "د نړیوالو توقعاتو، د چین ګټو او د امریکا د سوداګرو د ټولنې او مستهلکینو یا صارفینو غوښتنو" ته په کتو په خبرو کې د ګډون پریکړه وکړه.


فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG