په هند کې د څو پیړیو زوړ بابري جومات د ویجاړوونکو په پارولو تورنې مذهبي مشرې ته ددغه هېواد درېمه ترټولو ستره دولتي جایزه اعلان شوې ده. منتقدینو هغې ته د جایزې په ورکولو نیوکه کړې ده.
سادوي رتمبارا په ۱۹۹۲ کال کې د بابري جومات نړولو ته د لارې هوارولو په خاطر له جنايي تورونو سره مخامخ شوې وه. ددغه جومات د ویجاړېدو په نتیجه کې په هند کې په مذهبي بلواګانو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان ووژل شول.
صدراعظم نریندرا مودي تېر کال د بابري جومات پر ځای جوړ شوی ستر مندر پرانیست، چې د مودي دې ګام ته په هند کې د هغه د هندو مذهب پاله سیاست د یوې نمونې په سترګه کتل کیږي.
د مودي حکومت د یکشنبې په ورځ، جنوري ۲۶ (سلواغې اوومه) اعلان وکړ چې سادوي رتمبارا ته یې د "په ټولنیزو چارو کې د فعالیتونو" له مخې، د هند دریمې ترټولو سترې ملکې جایزې "پادما بوشان" د ورکولو پرېکړه کړې ده.
منتقدینو د حکومت په دې کار خواشیني څرګنده کړې ده. مشهور ژورنالیست هرتوش سینګ بال فرانس پرس ته وویل: "دا د حکومت د ایډیالوژۍ او نظر ښکارندویي کوي او په ورته وخت کې د جایزو ارزښت کموي."
مدافع وکیل او د مدني حقونو فعال پرشانت بھوشن په ټولنیزو رسنیو کې په یو پیغام کې لیکلي چې دا جایزه ښیي چې د هند د ملکي جایزو سیستم "د مودي په رژیم کې د یوې سیاسي مسخرې تر کچې راټیټ شوی دی."
د بابري جومات په ړنګولو باندې سادوي رتمبارا او نورو هندو فعالانو خوښي ښودلې ځکه چې دوی ادعا کوله چې دغه جومات د هندوانو د یو معبد پر ځای جوړ شوی و.
سادوي رتمبارا د بابري جومات له ړنګېدلو وړاندې په غږیزو کیسټونو کې پیغامونه خپاره کړي وو او په دغو پیغامونو کې یې بابري جومات غندلی و.
دغې ۶۱ کلنې ښځې د بابري جومات د ړنګېدو په ورځ هغه زرګونه هندو رضاکارن هڅولي وو چې د جومات په ویجاړولو کې یې برخه لرله. د بابري جومات د ړنګولو په اړه د پلټنو یو کمیسیون رتمبارا د هغو کسانو په ډله کې وګڼله چې هند یې د "قومي بلواګانو" سره مخامخ کړی دی.
سادوي رتمبارا لنډه موده زندان تیر کړ خو په ۲۰۲۰ کال کې یوې ځانګړې محکمې له هغې څخه ټول تورونه لیرې کړل. نوموړې دا وخت د بې سرپناه ښځو او یتیمانو لپاره د امن خونو د یوې شبکې مشري کوي.
د هند د حکومت سلاکارې کنچن ګوپتا، سادوي رتمبارا ته د جایزې د اعلان په اړه ویلي چې د نوموړې خیریه کارونه "الهام بخښونکي او د ستایلو وړ" دي.
سادوي رتمبارا د "درګاه د پوځ" په نوم د هندو ښځو د یوې ډلې بنسټ ایښودونکی هم ده. پر دې ډلې د هندوانو د یو خدای نوم ایښودل شوی چې د شر سره د مبارزې لپاره مشهور دی. په دې ډله کې شاملېدونکې ښځې د پوځ د جګړې د تمرین په څېر روزنه ترلاسه کوي.
په ۲۰۱۴ کال کې د مودي له واکمن کېدو راهیسې په هند کې په رسمي ډول د هندو مذهب پالنې غوښتنې تر بل هر وخت زور اخیستی او ددغه هېواد ۲۱۰ میلیون مسلمانان یې د خپل برخلیک په اړه اندېښمن کړي دي.
فورم \ دبحث خونه