د پاکستان په پښتون میشتو سیمو کې امنيتي ستونزو ته په کتو له تېرو څو کلونو راهیسې سیاسي ګوندونه، غورځنګونه او ځايي ولسونه قامي جرګې کوي چې په کې د بنو امن جرګه، د باجوړ جرګه، د لکي مروت جرګه، د پښتون عدالت په نامه د خيبر جرګه او په دا وروستیو کې د کوټې ولسي جرګې لویې وې.
د دې ټولو جرګو مهمې غوښتنې د پښتنو په سیمو کې امنيت او پر طبعي زېرمو د ځايي خلکو د واک اختيار د غوښتنو په ګډون ان دا چې له وسله والو ډلو غوښتنه شوې چې د دوی له سیمو دې ووزي او پر پوځ هم غږ شوی چې خپلو چاوڼیو ته دې بیرته ولاړ شي.
خو د دې غوښتنې څومره عملي کېدای شي؟
په دې اړه په اسلام اباد کې د پاکستان پيپلز ګوند پخوانی سناتور او مدني فعال فرحت الله بابر وايي، پښتنو ته په کار ده چې د وطن امنيت په خاطر دې خپلو کې یوه خوله شي، د پارلمان ترڅنګ دې په رسنيو کې هم د پښتونخوا لپاره غږ پورته کړي.
نوموړي د جنوري په ۲۹ ( سلواغه١٠) امريکا غږ ته وويل، "پښتانه چې د پارلمان له لارې خپل غږ پورته نه کړي نو تر هغو يې هېڅوک هم غږ نه اوري."
بابر زياته کړه چې "په خيبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې د روانې ناامنۍ حل لاره يې د پښتنو یوه لويه جرګه ده چې د پارلمان په ايوانونو کې په د پښتون وطن لپاره په يوه غږ خپله مقدمه وچلوي او وطن د ترهګرو له لاس څخه ازاد کړي."
که څه هم جرګې په خپل ځای د پښتانه قام لپاره ارزښتانکې دي خو په پاکستان کې له جرګه کېدو پس د هغې پرېکړې هېڅکله هم د حکومت له اړخه نه عملي نه کيږي او په هغه سربېره ترهه ګري نوره هم زياته شي.
داچې بیا بیا د پښتنو په سیمو کې د روانۍ ناامنۍ پرضد جرګې کېږې او پرېکړې کوي، نو پرېکړې به یې عملي به شي؟
په دې اړه د پېښور پوهنتون د ژورناليزم څانګې پروفيسيور او شننونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي باید چې حکومت يې ملاتړ وکړي.
د جنوري په نويشتمه ( سلواغه ١٠) امريکا غږ ته وويل، په خيبر پښتونخوا کې دې د پوځ د مداخلت لاره په جمهوريت او جرګو ونیول شي.
د نوموړي په وینا، "په پښتونخوا کې اوس ولس د پوځ لاس وهنه نه مني او نه هم نور باور پرې لري. نو زه دا وايم که د پاکستان رياست غواړي چې د ولس د ګټې په خاطر ګامونه پورته کړي، نو د پوځ اثر به کموي او د سياسي حکومت له لارې به د ولس ستونزې هواروي چې دغه ډول په پښتونخوا کې تلپاتې امنيت راشي."
خو د پاکستان حکومت او پوځ ادعا کوي چې په بدامنۍ او ناکرارۍ کې تحریک طالبان پاکستان ښکېل دی او دوی یې پروړاندې عملیات کوي.
خو شنونکی ډاکټر عرفان اشرف بیا په دې اړه جلا نظر لري. نوموړی زیاتوي چې "تحريک طالبان پاکستان پخوا د پاکستان حکومت له خوا د افغانستان لپاره یوه روزل شوې ډله وه، پخوا رياست دوی د ناټو او د امريکا ځواکونو پرضد طالبان کارول خو اوس ناټو نشته او نه د امريکا ځواکونه، نو ټي ټي پي د پاکستان له رياسته هم هغه ګټې غواړي کومې چې د پاکستان ځواکونو په پښتونخوا کې ترلاسه کړي دي۔"
د نوموړي په وینا په پښتونخوا کې "د پوځ ترڅنګ تحریک طالبان پاکستان هم خپلځان د پښتونخوا واکداران ګڼي" نو دا د قدرت د لاسته راوړلو جنګ دی.
سیاسي شنونکي په پښتنو کې د ولسي جرګو ډېر لوی اثرات ویني.
په پېښور کې د سياسي چاورو شننونکی پروفيسيور ډاکټر خادم حسېن وايي، په ټوله پښتونخوا کې د امن لپاره ډېرې جرګې وشوې خو په حکومتي توګه يې تر اوسه هيڅ ګټه نه ده راوړې خو نوموړی زیاتوي چې، "په ولس کې يې قامي او سياسي شعور زيات کړی دی او اوس ولس په دې پوه شوی دی چې حق څه ته وايي او د وطن زيان څه ته وايي۔"
له امریکا غږ سره په خبرو کې خادم حېسن وويل که جرګې د سياست او پارليمان له لارې د خپلو ستونزو د هوارولو هڅه وکړي نو پښتانه ترې لویه ګټه پورته کولی شي.
د نوموړي په وینا "په دې سره به په سیاست کې د پوځ اثر کم شي او ولس به په صحيح توګه د امن لپاره ګټورې فيصلې وکړي.
فورم \ دبحث خونه