د پاکستان څخه هیواد ته د افغانانو بیرته ستنیدنه

۵
چارواکو ویلي هغه افراد چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانونۍ اسناد نه لري، او د ټاکل شوي مهلت څخه وروسته پاتې شي، تر نیول کیدو وروسته به په ځانګړو شویو مرکزونو کې واچول شي او بیا به د نږدې سرحدي تګ راتګ لارې څخه افغانستان ته ولیږدول شي

۶
یو شمیر افغان کډوال چې د چمن د لارې له پاکستان څخه افغانستان ته د تلو په حال کې دي.

۷
د ملګرو ملتونو دې ادارې همدارنګه ویلي چې د ۷۰۰ زرو په شاوخوا کې افغانان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې څخه وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسیدل، پاکستان ته کډه شول.

۸
د پاکستان حکومت ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ به په دغه هېواد کې د قانوني اوسېدو د اسنادو نه لرونکو افغانانو نیول پیل کړي او د ساتلو نویو مرکزونو ته به یې ولېږي.